IQNA

په کرویشیا کې د ژواک چاپیریال دوستدار لومړنی جومات مخ کتنه  کیږی

17:42 - September 06, 2022
د خبر لمبر: 3486188
ایکنا-(تهران)د کرویشیا په مرکز سیساک ښار کې د ژواک چاپيریال سره مینه کونکی اسلامی مرکز  او لومړنی جومات جوړیږي.

ایکناخبری آ ژانس د دمیور له قوله راپور راکړ،دکرویشیاپه سیساک ښار کې د ژواک چاپیریال لومړنی ملاتړی جومات  د وږې دمیاشتې  په اولسمه ن یټه افتتاح کیږي.

ددغه جومات مخ کتنه به دترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او ډيپلوماټانو په شتون سره په یولړ دستورو کې وشي . دا به له زاګروب او ریجګا  وروسته د  کرویشیا  دمسلمانانو لپاره دریم لوي مذهبی  مرکز وي.

د سیساک جومات دجماعت امام علم کرنکیچ په وینا،ددغه جومات جوړیدایو تاریخي اقدام حسابیږي،ځکه  دغه آئيډیاڅه دپاسه پنځوس کلونو مخکې وخت ته  ګرځي  او  د مسلمانانو  ډیرو نسلونو یو خوب دی .تمه کیږي  دغه مرکز  ددغه ښار د څه دپاسه څلویښت زره مسلمانانو خدمت وکړئ شي.

ددغه نوی مسجد مساحت کابو دوه زره شپږ سوه مربع میټره دی. دسیساک جومات یوخ ځانګړنه ، دهغې له انرژۍ استفاده ده  او په همدې دلیل،د اروپا په دغې برخې کې د ژواک چاپيریال سره  مینه کونکي لومړني جومات په توګه یادیږي. دغه مرکز حرارتي پمپونه ،لمریزي انرژۍ پنلونه او ددیرش کلوواټي هاؤرس فټوولتائيم بریښنائي  بټئ او کم مصرفه ایل ای ډي بلپونه لري.

https://iqna.ir/fa/news/4083565/

captcha